يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّمَا ٱلْخَمْرُ وَٱلْمَيْسِرُ وَٱلْأَنصَابُ وَٱلْأَزْلَٰمُ رِجْسٌۭ مِّنْ عَمَلِ ٱلشَّيْطَٰنِ فَٱجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿٩٠﴾ إِنَّمَا يُرِيدُ ٱلشَّيْطَٰنُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ ٱلْعَدَٰوَةَ وَٱلْبَغْضَآءَ فِى ٱلْخَمْرِ وَٱلْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ ٱللَّهِ وَعَنِ ٱلصَّلَوٰةِ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ ﴿٩١﴾
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه همدا خبره ده چې شراب، او جواري او بتان او د فال غشي پلیت دي، د شیطان له عمله دي، نو تاسو له دې نه ځان وساتئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ یقینًا همدا خبره ده چې شیطان غواړي چې ستاسو په مینځ كې د شرابو او جوارۍ په ذریعې سره دښمني او بغض واچوي او تاسو د الله له ذكر نه او له لمانځه نه بند كړي، نو ایا تاسو (له شرابو او جوارۍ نه) منع كېدونكي یئ؟