پېغمبر Isa

24 / 25 عيسى Jesus 41 آیتونه

عیسی، د مریم زوی، د الله رسول دی، چې د الله په امر پرته له پلار زېږېدلی او مسیح دی. قرآن د هغه زوکړه، نښې او خبرې بیانوي.

1

مریم او زېری

پرېښتې مریم ته د الله له لورې د یو کلمې زېری ورکوي، چې نوم یې مسیح، عیسی، د مریم زوی دی، په دنیا او آخرت کې عزتمن او د مقربو له ډلې څخه. هغه پوښتي چې څنګه به ماشوم ولري پداسې حال کې چې هېڅ سړي نه ده لمس کړې، او ورته ویل کېږي چې الله هغه پیدا کوي چې غواړي: کله چې یو کار ټاکي، یوازې وايي «شه»، او هغه کېږي. د زېږون درد هغه د خرما ونې ډډې ته رسوي.

آیتونه ښکاره کړئ (15)

إِذْ قَالَتِ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ يَٰمَرْيَمُ إِنَّ ٱللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍۢ مِّنْهُ ٱسْمُهُ ٱلْمَسِيحُ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًۭا فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْءَاخِرَةِ وَمِنَ ٱلْمُقَرَّبِينَ ﴿٤٥﴾

كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! بېشكه الله تا ته له خپل طرف نه د یوې كلمې زېرى دركوي، چې د هغه نوم مسیح عیسٰی زوى د مریم دى، چې په دنیا او اخرت كې به ډېر مخور وي او له مُقرَبینو څخه به وي

وَيُكَلِّمُ ٱلنَّاسَ فِى ٱلْمَهْدِ وَكَهْلًۭا وَمِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ ﴿٤٦﴾

او له خلقو سره به خبرې كوي په زانګو (غېږ) كې او په پاخه عمر كې او وي به له صالحانو ځنې

قَالَتْ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِى وَلَدٌۭ وَلَمْ يَمْسَسْنِى بَشَرٌۭ ۖ قَالَ كَذَٰلِكِ ٱللَّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَآءُ ۚ إِذَا قَضَىٰٓ أَمْرًۭا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ ﴿٤٧﴾

هغې وویل: اى زما ربه! زما لپاره بچى څنګه كېدى شي، حال دا چې ما ته هېڅ یو بشر لاس (هم) نه دى راوړى؟! هغه (جبریل) وویل: همداسې الله پیداكوي څه چې وغواړي، كله چې د یو كار اراده وكړي، نو بېشكه چې هغه (كار) ته همدا وايي: ’’وشه،، نو هغه وشي

وَيُعَلِّمُهُ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَٱلتَّوْرَىٰةَ وَٱلْإِنجِيلَ ﴿٤٨﴾

او هغه ته به كتاب او حكمت او تورات او انجیل ورزده كوي

وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَٰبِ مَرْيَمَ إِذِ ٱنتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًۭا شَرْقِيًّۭا ﴿١٦﴾

او ته په كتاب كې (قصه د) مریم یاده كړه كله چې هغه له خپلې كورنۍ نه هغه ځاى ته په څنګ شوه چې (د كور) مشرقي جانب و

فَٱتَّخَذَتْ مِن دُونِهِمْ حِجَابًۭا فَأَرْسَلْنَآ إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًۭا سَوِيًّۭا ﴿١٧﴾

نو دې د دوى په طرف پرده ونیوله، نو مونږ دې ته خپل روح ولېږه، نو هغه دې ته خپل شكل د كامل سړي جوړ كړ

قَالَتْ إِنِّىٓ أَعُوذُ بِٱلرَّحْمَٰنِ مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّۭا ﴿١٨﴾

(نو) دې وویل: بېشكه زه له تا نه په رحمٰن پورې پناه نیسم، كه چېرې ته پرهېزګاره يې

قَالَ إِنَّمَآ أَنَا۠ رَسُولُ رَبِّكِ لِأَهَبَ لَكِ غُلَٰمًۭا زَكِيًّۭا ﴿١٩﴾

هغه وویل: یقینًا زه خو يواځې ستا د رب رسول یم، د دې لپاره چې (د خپل رب په حكم) تا ته یو ډېر پاك هلك دركړم

قَالَتْ أَنَّىٰ يَكُونُ لِى غُلَٰمٌۭ وَلَمْ يَمْسَسْنِى بَشَرٌۭ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّۭا ﴿٢٠﴾

دې وویل: زما به هلك څنګه پیدا شي؟ حال دا چې ما ته هېڅ بشر نه دى رارسېدلى، او زه چېرې بدكاره هم نه یم

قَالَ كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَىَّ هَيِّنٌۭ ۖ وَلِنَجْعَلَهُۥٓ ءَايَةًۭ لِّلنَّاسِ وَرَحْمَةًۭ مِّنَّا ۚ وَكَانَ أَمْرًۭا مَّقْضِيًّۭا ﴿٢١﴾

ويې ويل: خبره همداسې ده (لېكن) ستا رب فرمایلي دي: دغه كار ما ته ډېر اسان دى او د دې لپاره چې مونږ دى د خلقو لپاره نښه وګرځوو او له خپل جانب نه رحمت۔ او دغه یو فیصله شوى كار دى

۞ فَحَمَلَتْهُ فَٱنتَبَذَتْ بِهِۦ مَكَانًۭا قَصِيًّۭا ﴿٢٢﴾

نو (مریم) په دغه (عیسٰی) سره حامله شوه، نو سره له ده یو لرې ځاى ته په څنګ شوه

فَأَجَآءَهَا ٱلْمَخَاضُ إِلَىٰ جِذْعِ ٱلنَّخْلَةِ قَالَتْ يَٰلَيْتَنِى مِتُّ قَبْلَ هَٰذَا وَكُنتُ نَسْيًۭا مَّنسِيًّۭا ﴿٢٣﴾

نو دغې (مریم) لره د لنګوال درد د كجورې د ونې تنې (ډډ) ته راوسته، دې وویل: اى كاشكې زه له دې نه مخكې مړه شوې وى او زه بېخي هېره شوې، له زړونو وتلې وى

فَنَادَىٰهَا مِن تَحْتِهَآ أَلَّا تَحْزَنِى قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّۭا ﴿٢٤﴾

نو دې ته يې د دې له لاندې نه اواز وكړ چې مه خفه كېږه، یقینًا ستا رب له تا نه لاندې چینه پیدا كړې ده

وَهُزِّىٓ إِلَيْكِ بِجِذْعِ ٱلنَّخْلَةِ تُسَٰقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًۭا جَنِيًّۭا ﴿٢٥﴾

او خپل ځان ته د كجورې تنه راوخوځوه، هغه به په تا پخې تازه لوندې كجورې راوغورځوي

فَكُلِى وَٱشْرَبِى وَقَرِّى عَيْنًۭا ۖ فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ ٱلْبَشَرِ أَحَدًۭا فَقُولِىٓ إِنِّى نَذَرْتُ لِلرَّحْمَٰنِ صَوْمًۭا فَلَنْ أُكَلِّمَ ٱلْيَوْمَ إِنسِيًّۭا ﴿٢٦﴾

پس (دغه كجورې) خوره او (دغه اوبه) څښه او (په عیسٰی سره) سترګې یخې كړه، پس كه خامخا تا له خلقو ځنې یو څوك ولیده، نو (ورته) وایه: بېشكه ما د رحمٰن لپاره په ځان د روژې نذر منلى دى، پس نن ورځ به زه له سره خبرې ونه كړم له هېڅ یوه انسان سره

2

هغه په ګهواره کې خبرې کوي

مریم ماشوم خپل قوم ته راوړي، او دوی ورته وايي چې تا یو لوی کار وکړ. هغه ده ته اشاره کوي. ماشوم وايي: «په رښتیا، زه د الله بنده یم. هغه ماته کتاب راکړی او پېغمبر یې کړی یم، او په هر ځای کې چې یم مبارک یې کړی یم، او تر څو چې ژوندی یم لمونځ او زکات یې راباندې فرض کړی.» پر هغه سلام دی په هغه ورځ چې زېږېدلی.

آیتونه ښکاره کړئ (7)

فَأَتَتْ بِهِۦ قَوْمَهَا تَحْمِلُهُۥ ۖ قَالُوا۟ يَٰمَرْيَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَيْـًۭٔا فَرِيًّۭا ﴿٢٧﴾

نو دې (مریمې) هغه (عیسٰی) خپل قوم ته راوړ، چې دى يې راخيستى و، دوى (ورته) وویل: اى مریمې! یقینًا یقینًا تا ډېر بدكار كړى دى

يَٰٓأُخْتَ هَٰرُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ ٱمْرَأَ سَوْءٍۢ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّۭا ﴿٢٨﴾

اى د هارون خورې! ستا پلار خو بد سړى نه و او نه ستا مور بدكاره (بد عمله) وه

فَأَشَارَتْ إِلَيْهِ ۖ قَالُوا۟ كَيْفَ نُكَلِّمُ مَن كَانَ فِى ٱلْمَهْدِ صَبِيًّۭا ﴿٢٩﴾

نو هغې ده (عیسٰی) ته اشاره وكړه، دوى وویل: مونږ له هغه چا سره څنګه خبرې وكړو چې دى په غېږ كې دى، چې وړوكى دى

قَالَ إِنِّى عَبْدُ ٱللَّهِ ءَاتَىٰنِىَ ٱلْكِتَٰبَ وَجَعَلَنِى نَبِيًّۭا ﴿٣٠﴾

ده وویل: بېشكه زه د الله بنده یم، هغه ما ته كتاب راكړى دى او زه يې نبي ګرځولى یم

وَجَعَلَنِى مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنتُ وَأَوْصَٰنِى بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱلزَّكَوٰةِ مَا دُمْتُ حَيًّۭا ﴿٣١﴾

او زه يې بركت ناك ګرځولى یم په هر ځاى كې چې اوسم او ده ما ته په لمانځه او زكات سره كلك حكم راكړى دى، ترڅو چې زه ژوندى یم

وَبَرًّۢا بِوَٰلِدَتِى وَلَمْ يَجْعَلْنِى جَبَّارًۭا شَقِيًّۭا ﴿٣٢﴾

(او زه يې ګرځولى یم) له خپلې مور سره نېكي كوونكى او زه يې سركشه، بدبخته نه یم ګرځولى

وَٱلسَّلَٰمُ عَلَىَّ يَوْمَ وُلِدتُّ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّۭا ﴿٣٣﴾

او په ما دې سلام وي په هغې ورځ چې زه وزېږول شوم او په هغې ورځ چې زه به مرم او په هغې ورځ چې زه به بیا ژوندى راپورته كولى شم

3

د الله په اجازه نښې

الله عیسی ته کتاب او حکمت، تورات او انجیل ورښوولی، او هغه بني اسرائیلو ته له نښو سره لېږي. هغه د خټې څخه د مرغۍ بڼه جوړوي او پکې پوف کوي، او دا د الله په اجازه مرغۍ شي. هغه ړوند او جذامي ښه کوي او د الله په اجازه مړي ژوندي کوي. هغه وايي: «په رښتیا، الله زما رب او ستاسو رب دی، نو د هغه عبادت وکړئ.»

آیتونه ښکاره کړئ (5)

وَرَسُولًا إِلَىٰ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ أَنِّى قَدْ جِئْتُكُم بِـَٔايَةٍۢ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ أَنِّىٓ أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ ٱلطِّينِ كَهَيْـَٔةِ ٱلطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًۢا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۖ وَأُبْرِئُ ٱلْأَكْمَهَ وَٱلْأَبْرَصَ وَأُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۖ وَأُنَبِّئُكُم بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِى بُيُوتِكُمْ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَءَايَةًۭ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿٤٩﴾

او بني اسرائیلو ته به رسول وي (چې ورته به وايي:) بېشكه زه چې یم، یقینًا ما تاسو ته ستاسو د رب له طرفه نه لویه نښه راوړې ده، چې یقینًا زه تاسو ته له خَټې نه د مرغۍ د شكل په شان (یو شى) جوړوم، بیا په دې (شكل) كې پوكى كوم، نو هغه به د الله په حكم سره الوتونكې مرغۍ شي، او زه مورزادي ړوند او د برګي مرض والا روغوم او مړي ژوندي كوم د الله په حكم سره، او تاسو خبروم په هغه څه چې تاسو يې خورئ او په هغه څه چې تاسو يې په خپلو كورونو كې ذخیره كوئ، بېشكه تاسو لپاره په دې كې خامخا لویه نښه ده كه چېرې تاسو ایمان راوړونكي یئ

وَمُصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَىَّ مِنَ ٱلتَّوْرَىٰةِ وَلِأُحِلَّ لَكُم بَعْضَ ٱلَّذِى حُرِّمَ عَلَيْكُمْ ۚ وَجِئْتُكُم بِـَٔايَةٍۢ مِّن رَّبِّكُمْ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿٥٠﴾

په دې حال كې چې تصدیق كوونكى یم د هغه (كتاب) چې له ما نه مخكې و، چې تورات دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو لپاره بعضې له هغو شیانو حلال كړم چې پر تاسو باندې حرام كړى شوي وو او ستاسو د رب له طرفه نه ما تاسو ته واضحه نښه راوړې ده، نو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

إِنَّ ٱللَّهَ رَبِّى وَرَبُّكُمْ فَٱعْبُدُوهُ ۗ هَٰذَا صِرَٰطٌۭ مُّسْتَقِيمٌۭ ﴿٥١﴾

بېشكه الله زما رب دى او ستاسو رب دى، نو د هغه عبادت كوئ، دا ډېره نېغه لار ده

إِذْ قَالَ ٱللَّهُ يَٰعِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ ٱذْكُرْ نِعْمَتِى عَلَيْكَ وَعَلَىٰ وَٰلِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ ٱلْقُدُسِ تُكَلِّمُ ٱلنَّاسَ فِى ٱلْمَهْدِ وَكَهْلًۭا ۖ وَإِذْ عَلَّمْتُكَ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَٱلتَّوْرَىٰةَ وَٱلْإِنجِيلَ ۖ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ ٱلطِّينِ كَهَيْـَٔةِ ٱلطَّيْرِ بِإِذْنِى فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًۢا بِإِذْنِى ۖ وَتُبْرِئُ ٱلْأَكْمَهَ وَٱلْأَبْرَصَ بِإِذْنِى ۖ وَإِذْ تُخْرِجُ ٱلْمَوْتَىٰ بِإِذْنِى ۖ وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ عَنكَ إِذْ جِئْتَهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْهُمْ إِنْ هَٰذَآ إِلَّا سِحْرٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿١١٠﴾

كله چې الله به ووايي: اى عیسٰی د مریمې زویه! زما هغه نعمتونه یادكړه چې په تا او ستا په مور باندې شوي دي، كله چې ته ما په پاك روح (جبریل) سره قوي كړې، تا به د خلقو سره په غېږ كې او په پاخه عمر كې خبرې كولې او كله چې ما تا ته كتاب، او حكمت او تورات او انجیل وښوده، او كله چې تا به زما په حكم سره له خټې نه د مرغۍ د شكل په شان (شكل) جوړاوه، بیا به تا په هغه كې پوكى وواهه، نو هغه به زما په حكم سره مرغۍ شوه او تابه زما په حكم سره مورزادي ړوند او برګي مرض والا روغاوه او كله چې تا زما په حكم سره مړي (له قبرونو نه ژوندي) راوښكل او كله چې ما له تا نه بني اسرائیل بند (ايسار) كړل، كله چې تا هغوى ته ښكاره دلیلونه راوړل، نو په هغوى كې كافر شويو خلقو وویل: نه دى دا مګر ښكاره جادو

وَإِذْ أَوْحَيْتُ إِلَى ٱلْحَوَارِيِّۦنَ أَنْ ءَامِنُوا۟ بِى وَبِرَسُولِى قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَٱشْهَدْ بِأَنَّنَا مُسْلِمُونَ ﴿١١١﴾

او كله چې مونږه حواریانو ته الهام وكړ چې په ما او زما په رسول ایمان راوړئ، هغوى وویل: مونږ ایمان راوړى دى او ته په دې ګواه شه چې یقینًا مونږ مسلمانان یو

4

له اسمانه سفره

حواریان پوښتي چې ایا الله کولای شي له اسمانه سفره نازله کړي. عیسی دوی ته وايي چې له الله ووېرېږئ، بیا دعا کوي: «اې زموږ ربه، له اسمانه موږ ته سفره نازله کړه چې زموږ لپاره اختر وي.» الله وايي چې هغه به یې نازله کړي، خو څوک چې وروسته کفر وکړي، داسې عذاب به ورکول کېږي چې په نړۍ کې هیچا ته نه دی ورکړل شوی.

آیتونه ښکاره کړئ (4)

إِذْ قَالَ ٱلْحَوَارِيُّونَ يَٰعِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ هَلْ يَسْتَطِيعُ رَبُّكَ أَن يُنَزِّلَ عَلَيْنَا مَآئِدَةًۭ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ ۖ قَالَ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿١١٢﴾

كله چې حواریانو وویل: اى عیسٰی د مریمې زویه! ایا ستا رب د دې طاقت لري چې پر مونږ باندې له اسمانه دسترخوان نازل كړي؟ هغه (عیسٰی) وویل: تاسو له الله نه ووېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ

قَالُوا۟ نُرِيدُ أَن نَّأْكُلَ مِنْهَا وَتَطْمَئِنَّ قُلُوبُنَا وَنَعْلَمَ أَن قَدْ صَدَقْتَنَا وَنَكُونَ عَلَيْهَا مِنَ ٱلشَّٰهِدِينَ ﴿١١٣﴾

هغوى وویل: مونږ غواړو چې له هغه نه خوراك وكړو او زمونږ زړونه مطمئن شي او پوه شو چې تا مونږ ته رښتیا ویلي دي او مونږ به په هغه باندې له ګواهانو څخه شو

قَالَ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ ٱللَّهُمَّ رَبَّنَآ أَنزِلْ عَلَيْنَا مَآئِدَةًۭ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ تَكُونُ لَنَا عِيدًۭا لِّأَوَّلِنَا وَءَاخِرِنَا وَءَايَةًۭ مِّنكَ ۖ وَٱرْزُقْنَا وَأَنتَ خَيْرُ ٱلرَّٰزِقِينَ ﴿١١٤﴾

د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى الله زمونږه ربه! ته په مونږه له اسمانه دسترخوان نازل كړه چې زمونږ د ړومبنو او زمونږ د وروستنو لپاره اختر شي او ستا له جانبه یوه نخښه او ته مونږ ته روزي راكړه او ته تر ټولو غوره رزق وركوونكى يې

قَالَ ٱللَّهُ إِنِّى مُنَزِّلُهَا عَلَيْكُمْ ۖ فَمَن يَكْفُرْ بَعْدُ مِنكُمْ فَإِنِّىٓ أُعَذِّبُهُۥ عَذَابًۭا لَّآ أُعَذِّبُهُۥٓ أَحَدًۭا مِّنَ ٱلْعَٰلَمِينَ ﴿١١٥﴾

الله وفرمایل: بېشكه زه پر تاسو باندې هغه لره نازلوونكى یم، نو په تاسو كې چې چا له دې نه بعد كفر وكړ، نو بېشكه زه هغه لره عذاب وركوونكى یم، داسې عذاب، چې په مخلوقاتو كې هېڅ یو كس ته هم هغه (شان) عذاب نه وركوم

5

الله هغه پورته کوي

کله چې عیسی له دوی څخه کفر احساسوي، پوښتي چې څوک به د الله لپاره د هغه مرستندویان وي. حواریان وايي چې موږ د الله مرستندویان یو. الله وايي: «زه به تا ونیسم او ځان ته به دې پورته کړم.» قرآن وايي چې دوی هغه نه دی وژلی او نه یې په صلیب وځړولی؛ دوی ته داسې ښکاره شو، او الله هغه ځان ته پورته کړ.

آیتونه ښکاره کړئ (7)

۞ فَلَمَّآ أَحَسَّ عِيسَىٰ مِنْهُمُ ٱلْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنصَارِىٓ إِلَى ٱللَّهِ ۖ قَالَ ٱلْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ ٱللَّهِ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَٱشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ ﴿٥٢﴾

نو عیسٰی چې كله له دوى څخه كفر ولیده، نو ويې ويل: د الله په طرف (تللو كې) څوك زما مددكوونكي دي؟ حواریانو وویل: مونږ د الله مددګار یو، مونږ په الله ایمان راوړى دى او ته ګواه شه په دې چې بېشكه مونږ مسلمانان (فرمانبردار) یو

رَبَّنَآ ءَامَنَّا بِمَآ أَنزَلْتَ وَٱتَّبَعْنَا ٱلرَّسُولَ فَٱكْتُبْنَا مَعَ ٱلشَّٰهِدِينَ ﴿٥٣﴾

اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى په هغه څه چې تا نازل كړي دي او مونږ د رسول تابعداري كړې ده، نو ته مونږه له ګواهي كوونكو (د حق) سره ولیكه

وَمَكَرُوا۟ وَمَكَرَ ٱللَّهُ ۖ وَٱللَّهُ خَيْرُ ٱلْمَٰكِرِينَ ﴿٥٤﴾

او هغوى چلونه جوړ كړل او الله پټ تدبیر وكړ او الله له ټولو تدبیركوونكو نه غوره دى

إِذْ قَالَ ٱللَّهُ يَٰعِيسَىٰٓ إِنِّى مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَىَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَجَاعِلُ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوكَ فَوْقَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ ۖ ثُمَّ إِلَىَّ مَرْجِعُكُمْ فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿٥٥﴾

كله چې الله وویل: اى عیسٰی! بېشكه زه تا لره پوره پوره اخيستونكى یم او د خپل ځان طرف ته ستا راپورته كوونكى یم او تا لره له هغو كسانو نه پاكوونكى یم چې كفر يې كړى دى اوچا چې ستا پیروي كړې ده هغوى لره د قیامت د ورځې پورې د هغو كسانو له پاسه كوونكى یم؛ چې كفر يې كړى دى، بیا خاص زما طرف ته ستاسو واپسي ده، نو ستاسو په مینځ كې به د هغو خبرو په باره كې فیصله كوم چې تاسو په كې اختلاف كاوه

وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا ٱلْمَسِيحَ عِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ ٱللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَٰكِن شُبِّهَ لَهُمْ ۚ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ لَفِى شَكٍّۢ مِّنْهُ ۚ مَا لَهُم بِهِۦ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا ٱتِّبَاعَ ٱلظَّنِّ ۚ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًۢا ﴿١٥٧﴾

او د دوى د دې وینا په سبب چې بېشكه مونږه د مریمې زوى مسیح عیسٰی وژلى دى، چې د الله رسول دى، حال دا چې دوى نه هغه وژلى دى او نه يې په دار كړى دى او لېكن دوى ته هغه (له عیسٰی سره) یو شان كړى شوى و او بېشكه هغه كسان چې د ده (عیسٰی) په باره كې يې اختلاف كړى دى، خامخا د ده په هكله په شك كې دي، دوى ته د هغه په باره كې هېڅ علم نشته سِوا د (خپل) ګمان له پیروۍ نه۔ او دوى هغه یقینًا نه دى وژلى

بَل رَّفَعَهُ ٱللَّهُ إِلَيْهِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًۭا ﴿١٥٨﴾

بلكې الله هغه خپل طرف ته راپورته كړى دى۔ او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

وَإِن مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ إِلَّا لَيُؤْمِنَنَّ بِهِۦ قَبْلَ مَوْتِهِۦ ۖ وَيَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًۭا ﴿١٥٩﴾

او نشته هیڅوك له اهلِ كتابو نه مګر چې هغه به خامخا لازمًا د ده له مرګ نه مخكې په ده ایمان راوړي او د قیامت په ورځ به هغه (عیسٰی) په دوى باندې ګواه وي

6

هغه خپل قوم ته څه وویل

د قیامت په ورځ، الله به له عیسی څخه پوښتي چې ایا هغه خلکو ته ویلي چې هغه او مور یې د الله پرته معبودان ونیسي. هغه به وايي چې هغه یوازې هغه څه ویلي چې الله ورته امر کړی: «د الله عبادت وکړئ، زما رب او ستاسو رب.»

آیتونه ښکاره کړئ (3)

وَإِذْ قَالَ ٱللَّهُ يَٰعِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ ءَأَنتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ ٱتَّخِذُونِى وَأُمِّىَ إِلَٰهَيْنِ مِن دُونِ ٱللَّهِ ۖ قَالَ سُبْحَٰنَكَ مَا يَكُونُ لِىٓ أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِى بِحَقٍّ ۚ إِن كُنتُ قُلْتُهُۥ فَقَدْ عَلِمْتَهُۥ ۚ تَعْلَمُ مَا فِى نَفْسِى وَلَآ أَعْلَمُ مَا فِى نَفْسِكَ ۚ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّٰمُ ٱلْغُيُوبِ ﴿١١٦﴾

او كله چې الله وفرمایل: اى عیسٰی د مریمې زویه! ایا تا خلقو ته ویلي وو چې له الله نه غیر ما او زما مور دوه معبودان ونیسئ، وویل (عیسٰی) زه ستا پاكي بیانوم، زما لپاره جايز نه دي چې زه هغه خبره وكړم چې د هغې حق ما ته نشته، كه چېرې ما دا خبره كړې وى، نو یقینًا تا ته به معلومه وَى، ته عالم يې په هر هغه څه چې زما په نفس كې دي او زه نه پوهېږم په هغه څه چې ستا په نفس كې دي، بېشكه هم ته په غیبو ښه عالم يې

مَا قُلْتُ لَهُمْ إِلَّا مَآ أَمَرْتَنِى بِهِۦٓ أَنِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ رَبِّى وَرَبَّكُمْ ۚ وَكُنتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًۭا مَّا دُمْتُ فِيهِمْ ۖ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِى كُنتَ أَنتَ ٱلرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ ۚ وَأَنتَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ شَهِيدٌ ﴿١١٧﴾

ما دوى ته يواځې هغه خبره كړې ده چې تا ما ته د هغې حكم راكړى و، دا چې تاسو د الله عبادت كوئ، چې زما رب دى او ستاسو رب دى، او زه په دوى باندې ګواه وم ترڅو پورې چې زه په دوى كې موجود وم، نو كله چې تا زه واخيستلم (، نو) هم ته له همېشه په دوى نګهبان وې او ته په هر شي باندې ګواه يې

إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ ۖ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿١١٨﴾

كه چېرې ته دوى ته عذاب وركوې، نو یقینًا دوى ستا بنده ګان دي او كه چېرې ته دوى ته بخښنه كوې، نو بېشكه هم ته ډېر غالب، ښه حكمت والا يې

دا کیسه یوازې له قرآن څخه اخیستل شوې ده. له نورو کتابونو توضیحات نه دي زیات شوي.

عربي متن: عثماني رسم‌الخط. ژباړه: Abdul Wali.

د پېغمبرانو په اړه پوښتنې

پېغمبر Isa څوک و؟

عیسی، د مریم زوی، د الله رسول دی، چې د الله په امر پرته له پلار زېږېدلی او مسیح دی. قرآن د هغه زوکړه، نښې او خبرې بیانوي.

د Isa کیسه په قرآن کې چېرته ده؟

دا په Ali 'Imran 3:45–48, Maryam 19:16–26, Maryam 19:27–33, Ali 'Imran 3:49–51, Al-Ma'idah 5:110–111, Al-Ma'idah 5:112–115, Ali 'Imran 3:52–55, An-Nisa 4:157–159, Al-Ma'idah 5:116–118 کې ده. دا پاڼه دا آیتونه په عربي او ستاسو په ژبه ښيي.

This page is translated with machine assistance and may contain mistakes. The English and Arabic versions are our reference. About our sources