ٱقْرَأْ بِٱسْمِ رَبِّكَ ٱلَّذِى خَلَقَ ﴿١﴾ خَلَقَ ٱلْإِنسَٰنَ مِنْ عَلَقٍ ﴿٢﴾ ٱقْرَأْ وَرَبُّكَ ٱلْأَكْرَمُ ﴿٣﴾ ٱلَّذِى عَلَّمَ بِٱلْقَلَمِ ﴿٤﴾ عَلَّمَ ٱلْإِنسَٰنَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ﴿٥﴾
ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات) ده انسان له پرنې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده