د قرآن 96مه سورت

سورت Al-'Alaq

مکي 19 آیتونه Juz 30
Al-'Alaq

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

ٱقْرَأْ بِٱسْمِ رَبِّكَ ٱلَّذِى خَلَقَ ﴿١﴾

ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات)

د المیسر تفسیر (عربي)

خَلَقَ ٱلْإِنسَٰنَ مِنْ عَلَقٍ ﴿٢﴾

ده انسان له پرنې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى

د المیسر تفسیر (عربي)

ٱقْرَأْ وَرَبُّكَ ٱلْأَكْرَمُ ﴿٣﴾

ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى

د المیسر تفسیر (عربي)

ٱلَّذِى عَلَّمَ بِٱلْقَلَمِ ﴿٤﴾

هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده

د المیسر تفسیر (عربي)

عَلَّمَ ٱلْإِنسَٰنَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ﴿٥﴾

انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده

د المیسر تفسیر (عربي)

كَلَّآ إِنَّ ٱلْإِنسَٰنَ لَيَطْغَىٰٓ ﴿٦﴾

حقه دا خبره ده چې یقینًا انسان خامخا سركشي كوي

د المیسر تفسیر (عربي)

أَن رَّءَاهُ ٱسْتَغْنَىٰٓ ﴿٧﴾

په دې وجه چې دى خپل ځان ویني چې دى بې پروا (بې حاجته) شو

د المیسر تفسیر (عربي)

إِنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ ٱلرُّجْعَىٰٓ ﴿٨﴾

بېشكه خاص ستا رب ته بېرته ورتلل دي

د المیسر تفسیر (عربي)

أَرَءَيْتَ ٱلَّذِى يَنْهَىٰ ﴿٩﴾

ته ما ته خبر راكړه د هغه كس چې منع كوي

د المیسر تفسیر (عربي)

عَبْدًا إِذَا صَلَّىٰٓ ﴿١٠﴾

بنده (محمدﷺ) لره كله چې دى لمونځ كوي

د المیسر تفسیر (عربي)

أَرَءَيْتَ إِن كَانَ عَلَى ٱلْهُدَىٰٓ ﴿١١﴾

ته ما ته خبر راكړه كه چېرې دغه (بنده) په هدایت وي

د المیسر تفسیر (عربي)

أَوْ أَمَرَ بِٱلتَّقْوَىٰٓ ﴿١٢﴾

یا په تقوٰی (پرهېزګارۍ) سره حكم كوي

د المیسر تفسیر (عربي)

أَرَءَيْتَ إِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰٓ ﴿١٣﴾

ته ما ته خبر راكړه كه دغه (منع كوونكى) تكذیب كوي او (له حق نه) مخ اړوي

د المیسر تفسیر (عربي)

أَلَمْ يَعْلَم بِأَنَّ ٱللَّهَ يَرَىٰ ﴿١٤﴾

ایا دى نه پوهېږي چې بېشكه الله ویني؟

د المیسر تفسیر (عربي)

كَلَّا لَئِن لَّمْ يَنتَهِ لَنَسْفَعًۢا بِٱلنَّاصِيَةِ ﴿١٥﴾

داسې نه ده! قسم دى كه دى منع نشو، (نو) مونږ به (دى) خامخا ضرور ډېر سخت راكاږو د تندي (وچولي) په وېښتانو سره

د المیسر تفسیر (عربي)

نَاصِيَةٍۢ كَٰذِبَةٍ خَاطِئَةٍۢ ﴿١٦﴾

داسې تندى چې دروغجن (او) خطا كار دى

د المیسر تفسیر (عربي)

فَلْيَدْعُ نَادِيَهُۥ ﴿١٧﴾

نو دى دې خپل مجلس والا راوبلي

د المیسر تفسیر (عربي)

سَنَدْعُ ٱلزَّبَانِيَةَ ﴿١٨﴾

ژر ده چې مونږ به ډېر سخت تند خویه ملايك راوبلو

د المیسر تفسیر (عربي)

96:19 د سجدې آیت

كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَٱسْجُدْ وَٱقْتَرِب ۩ ﴿١٩﴾

داسې نه ده ته د ده خبره مه منه، او (الله ته) سجده كوه او (الله ته) ښه نژدې شه

د المیسر تفسیر (عربي)

Al-'Alaq آیت 1 له 19 څخه

عربي متن: عثماني رسم‌الخط. ژباړه: Abdul Wali. غږ: everyayah.com.

د سورت Al-'Alaq په اړه

سورت Al-'Alaq (العلق) د قرآن 96مه سورت دی. 19 آیتونه لري او په Juz 30 کې دی. دا د مکي سورت په توګه طبقه‌بندي شوی، یعنې په اصل کې د پېغمبر ﷺ له مدینې ته هجرت څخه مخکې نازل شوی دی.

د دې نوم، العلق، هغه ډول دی چې سورت په عربي کې پېژندل کېږي.

د سورت Al-'Alaq په اړه پوښتنې

په سورت Al-'Alaq کې څو آیتونه دي؟

سورت Al-'Alaq 19 آیتونه لري.

ایا سورت Al-'Alaq مکي دی که مدني؟

دا د مکي سورت په توګه طبقه‌بندي شوی دی.

سورت Al-'Alaq په کوم Juz کې دی؟

سورت Al-'Alaq په Juz 30 کې دی.

سورت Al-'Alaq چېرته واورم؟

دا پاڼه کې پلې کړئ وکېکاږئ چې یې آیت په آیت واورئ، د عبدالرحمن السديس, مشاري العفاسي, محمود خلیل الحصري, عبدالباسط عبدالصمد, ماهر المعيقلي, سعد الغامدي, احمد العجمي, ابوبکر الشاطري, هاني الرفاعي, محمد صدیق المنشاوي, علي الحذيفي, محمد ایوب, عبدالله بصفر, یاسر الدوسري, ناصر القطامي, صلاح البدير, سعود الشريم, عبدالله عواد الجهني, محمد جبریل په تلاوت.

This page is translated with machine assistance and may contain mistakes. The English and Arabic versions are our reference. About our sources