د رښتینوالي خاوند
الله ادریس د رښتینوالي خاوند او پېغمبر بولي، وايي چې هغه یې لوړ مقام ته پورته کړ، او هغه د صبر کوونکو او صالحانو په ډله کې شمېري.
آیتونه ښکاره کړئ (4)
وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَٰبِ إِدْرِيسَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ صِدِّيقًۭا نَّبِيًّۭا ﴿٥٦﴾
او په كتاب كې ادریس یاد كړه، يقينًا دى رښتينى (او) نبي و
وَرَفَعْنَٰهُ مَكَانًا عَلِيًّا ﴿٥٧﴾
او دى مونږ ډېر اوچت ځاى ته پورته كړى دى
وَإِسْمَٰعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا ٱلْكِفْلِ ۖ كُلٌّۭ مِّنَ ٱلصَّٰبِرِينَ ﴿٨٥﴾
او (یاد كړه) اسمعیل او ادریس او ذوالكفل، دغه هر یو له صبر كوونكو څخه دي
وَأَدْخَلْنَٰهُمْ فِى رَحْمَتِنَآ ۖ إِنَّهُم مِّنَ ٱلصَّٰلِحِينَ ﴿٨٦﴾
او مونږ دوى په خپل رحمت كې داخل كړل، بېشكه دوى له صالحانو څخه دي