د قرآن 84مه سورت

سورت Al-Inshiqaq

مکي 25 آیتونه Juz 30
Al-Inshiqaq

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

إِذَا ٱلسَّمَآءُ ٱنشَقَّتْ ﴿١﴾

كله چې اسمان څیرې شي

د المیسر تفسیر (عربي)

وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ﴿٢﴾

او خپل رب ته غوږ كېږدي او دى (اسمان) د همدې لايق دى

د المیسر تفسیر (عربي)

وَإِذَا ٱلْأَرْضُ مُدَّتْ ﴿٣﴾

او كله چې ځمكه راښكلى شي

د المیسر تفسیر (عربي)

وَأَلْقَتْ مَا فِيهَا وَتَخَلَّتْ ﴿٤﴾

او هغه څه د باندې وغورځوي چې په دې كې دي او خالي شي

د المیسر تفسیر (عربي)

وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ﴿٥﴾

او خپل رب ته غوږ كېږدي او دا د همدې لايق ده

د المیسر تفسیر (عربي)

يَٰٓأَيُّهَا ٱلْإِنسَٰنُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَىٰ رَبِّكَ كَدْحًۭا فَمُلَٰقِيهِ ﴿٦﴾

اى انسانه! بېشكه ته په پوره كوشش سره كار كوونكى يې تر خپل ربه (سره د ملاقات پورې)، ښه په كوشش سره كار كول، پس ته له دغه (خپل عمل) سره ملاقات كوونكى يې

د المیسر تفسیر (عربي)

فَأَمَّا مَنْ أُوتِىَ كِتَٰبَهُۥ بِيَمِينِهِۦ ﴿٧﴾

نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي

د المیسر تفسیر (عربي)

فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًۭا يَسِيرًۭا ﴿٨﴾

نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب

د المیسر تفسیر (عربي)

وَيَنقَلِبُ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦ مَسْرُورًۭا ﴿٩﴾

او دى به خپل اهل ته خوشاله وګرځي

د المیسر تفسیر (عربي)

وَأَمَّا مَنْ أُوتِىَ كِتَٰبَهُۥ وَرَآءَ ظَهْرِهِۦ ﴿١٠﴾

او هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) له خپلې شا نه وروسته وركړى شي

د المیسر تفسیر (عربي)

فَسَوْفَ يَدْعُوا۟ ثُبُورًۭا ﴿١١﴾

نو دى به ژر هلاكت ته چغې كړي

د المیسر تفسیر (عربي)

وَيَصْلَىٰ سَعِيرًا ﴿١٢﴾

او د دوزخ بل اور ته به ننوځي

د المیسر تفسیر (عربي)

إِنَّهُۥ كَانَ فِىٓ أَهْلِهِۦ مَسْرُورًا ﴿١٣﴾

بېشكه دى په خپل اهل كې خوشاله و

د المیسر تفسیر (عربي)

إِنَّهُۥ ظَنَّ أَن لَّن يَحُورَ ﴿١٤﴾

بېشكه ده یقین كړى و چې دى به له سره بېرته (الله ته) ونه ګرځي

د المیسر تفسیر (عربي)

بَلَىٰٓ إِنَّ رَبَّهُۥ كَانَ بِهِۦ بَصِيرًۭا ﴿١٥﴾

ولې نه! بېشكه د ده رب ده لره تل ښه ليدونكى و

د المیسر تفسیر (عربي)

فَلَآ أُقْسِمُ بِٱلشَّفَقِ ﴿١٦﴾

نو زه قسم خورم په شفق (له ماښام نه پس په سوروالي)

د المیسر تفسیر (عربي)

وَٱلَّيْلِ وَمَا وَسَقَ ﴿١٧﴾

او په شپه او په هغه څه چې دې راجمع كړي دي

د المیسر تفسیر (عربي)

وَٱلْقَمَرِ إِذَا ٱتَّسَقَ ﴿١٨﴾

او په سپوږمۍ كله چې دا كامله شي

د المیسر تفسیر (عربي)

لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَن طَبَقٍۢ ﴿١٩﴾

چې تاسو به خامخا ضرور رسېږئ یو حال ته وروسته له بل حال نه

د المیسر تفسیر (عربي)

فَمَا لَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿٢٠﴾

نو په دوى څه شوي دي چې دوى ایمان نه راوړي

د المیسر تفسیر (عربي)

84:21 د سجدې آیت

وَإِذَا قُرِئَ عَلَيْهِمُ ٱلْقُرْءَانُ لَا يَسْجُدُونَ ۩ ﴿٢١﴾

او كله چې په دوى باندې قرآن لوستى شي دوى سجده نه كوي

د المیسر تفسیر (عربي)

بَلِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يُكَذِّبُونَ ﴿٢٢﴾

بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي

د المیسر تفسیر (عربي)

وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُوعُونَ ﴿٢٣﴾

او الله ښه عالم دى په هغه څه چې دوى يې پټ ساتي

د المیسر تفسیر (عربي)

فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿٢٤﴾

نو ته دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه

د المیسر تفسیر (عربي)

إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍۭ ﴿٢٥﴾

غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى

د المیسر تفسیر (عربي)

Al-Inshiqaq آیت 1 له 25 څخه

عربي متن: عثماني رسم‌الخط. ژباړه: Abdul Wali. غږ: everyayah.com.

د سورت Al-Inshiqaq په اړه

سورت Al-Inshiqaq (الانشقاق) د قرآن 84مه سورت دی. 25 آیتونه لري او په Juz 30 کې دی. دا د مکي سورت په توګه طبقه‌بندي شوی، یعنې په اصل کې د پېغمبر ﷺ له مدینې ته هجرت څخه مخکې نازل شوی دی.

د دې نوم، الانشقاق، هغه ډول دی چې سورت په عربي کې پېژندل کېږي.

د سورت Al-Inshiqaq په اړه پوښتنې

په سورت Al-Inshiqaq کې څو آیتونه دي؟

سورت Al-Inshiqaq 25 آیتونه لري.

ایا سورت Al-Inshiqaq مکي دی که مدني؟

دا د مکي سورت په توګه طبقه‌بندي شوی دی.

سورت Al-Inshiqaq په کوم Juz کې دی؟

سورت Al-Inshiqaq په Juz 30 کې دی.

سورت Al-Inshiqaq چېرته واورم؟

دا پاڼه کې پلې کړئ وکېکاږئ چې یې آیت په آیت واورئ، د عبدالرحمن السديس, مشاري العفاسي, محمود خلیل الحصري, عبدالباسط عبدالصمد, ماهر المعيقلي, سعد الغامدي, احمد العجمي, ابوبکر الشاطري, هاني الرفاعي, محمد صدیق المنشاوي, علي الحذيفي, محمد ایوب, عبدالله بصفر, یاسر الدوسري, ناصر القطامي, صلاح البدير, سعود الشريم, عبدالله عواد الجهني, محمد جبریل په تلاوت.

This page is translated with machine assistance and may contain mistakes. The English and Arabic versions are our reference. About our sources