د قرآن 87مه سورت

سورت Al-A'la

مکي 19 آیتونه Juz 30
Al-A'la

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

سَبِّحِ ٱسْمَ رَبِّكَ ٱلْأَعْلَى ﴿١﴾

ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى

د المیسر تفسیر (عربي)

ٱلَّذِى خَلَقَ فَسَوَّىٰ ﴿٢﴾

هغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل

د المیسر تفسیر (عربي)

وَٱلَّذِى قَدَّرَ فَهَدَىٰ ﴿٣﴾

او هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله

د المیسر تفسیر (عربي)

وَٱلَّذِىٓ أَخْرَجَ ٱلْمَرْعَىٰ ﴿٤﴾

او هغه ذات چې تازه ګياه يې را اېستلې ده

د المیسر تفسیر (عربي)

فَجَعَلَهُۥ غُثَآءً أَحْوَىٰ ﴿٥﴾

بيا يې هغه وګرځوله وچه توره

د المیسر تفسیر (عربي)

سَنُقْرِئُكَ فَلَا تَنسَىٰٓ ﴿٦﴾

ژر ده چې مونږ به په تا باندې (قرآن) ولولو، نو ته به يې نه هېروې

د المیسر تفسیر (عربي)

إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُ ۚ إِنَّهُۥ يَعْلَمُ ٱلْجَهْرَ وَمَا يَخْفَىٰ ﴿٧﴾

مګر هغه چې الله يې وغواړي، بېشكه دغه (الله) په ښكاره و پوهېږي او په هغه څه چې پټ وي

د المیسر تفسیر (عربي)

وَنُيَسِّرُكَ لِلْيُسْرَىٰ ﴿٨﴾

او مونږ به تا ته اسانې لارې ته اسانتیا دركوو

د المیسر تفسیر (عربي)

فَذَكِّرْ إِن نَّفَعَتِ ٱلذِّكْرَىٰ ﴿٩﴾

نو ته نصیحت (پند) كوه كه نصیحت كول نفع رسوي (يا بېشكه نصيحت كول نفع رسوي)

د المیسر تفسیر (عربي)

سَيَذَّكَّرُ مَن يَخْشَىٰ ﴿١٠﴾

ژر ده چې هغه څوك به پند واخلي چې وېرېږي

د المیسر تفسیر (عربي)

وَيَتَجَنَّبُهَا ٱلْأَشْقَى ﴿١١﴾

او له دغه (نصیحت) نه به تر ټولو بدبخته ډډه كوي

د المیسر تفسیر (عربي)

ٱلَّذِى يَصْلَى ٱلنَّارَ ٱلْكُبْرَىٰ ﴿١٢﴾

هغه چې تر ټولو لوى اور ته به ننوځي

د المیسر تفسیر (عربي)

ثُمَّ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَىٰ ﴿١٣﴾

بیا به دى په دغه (اور) كې نه مري او نه به ښه ژوند لري

د المیسر تفسیر (عربي)

قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّىٰ ﴿١٤﴾

یقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو

د المیسر تفسیر (عربي)

وَذَكَرَ ٱسْمَ رَبِّهِۦ فَصَلَّىٰ ﴿١٥﴾

او د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ

د المیسر تفسیر (عربي)

بَلْ تُؤْثِرُونَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا ﴿١٦﴾

بلكې تاسو (په اخرت باندې) دنيايي ژوند غوره كوئ

د المیسر تفسیر (عربي)

وَٱلْءَاخِرَةُ خَيْرٌۭ وَأَبْقَىٰٓ ﴿١٧﴾

حال دا چې اخرت ډېر غوره او تل ترتله دى

د المیسر تفسیر (عربي)

إِنَّ هَٰذَا لَفِى ٱلصُّحُفِ ٱلْأُولَىٰ ﴿١٨﴾

بېشكه دا (خبرې) یقینًا په ړومبنیو صحیفو كې هم دي

د المیسر تفسیر (عربي)

صُحُفِ إِبْرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ ﴿١٩﴾

د ابراهیم او موسی په صحیفو كې

د المیسر تفسیر (عربي)

Al-A'la آیت 1 له 19 څخه

عربي متن: عثماني رسم‌الخط. ژباړه: Abdul Wali. غږ: everyayah.com.

د سورت Al-A'la په اړه

سورت Al-A'la (الأعلى) د قرآن 87مه سورت دی. 19 آیتونه لري او په Juz 30 کې دی. دا د مکي سورت په توګه طبقه‌بندي شوی، یعنې په اصل کې د پېغمبر ﷺ له مدینې ته هجرت څخه مخکې نازل شوی دی.

د دې نوم، الأعلى، هغه ډول دی چې سورت په عربي کې پېژندل کېږي.

د سورت Al-A'la په اړه پوښتنې

په سورت Al-A'la کې څو آیتونه دي؟

سورت Al-A'la 19 آیتونه لري.

ایا سورت Al-A'la مکي دی که مدني؟

دا د مکي سورت په توګه طبقه‌بندي شوی دی.

سورت Al-A'la په کوم Juz کې دی؟

سورت Al-A'la په Juz 30 کې دی.

سورت Al-A'la چېرته واورم؟

دا پاڼه کې پلې کړئ وکېکاږئ چې یې آیت په آیت واورئ، د عبدالرحمن السديس, مشاري العفاسي, محمود خلیل الحصري, عبدالباسط عبدالصمد, ماهر المعيقلي, سعد الغامدي, احمد العجمي, ابوبکر الشاطري, هاني الرفاعي, محمد صدیق المنشاوي, علي الحذيفي, محمد ایوب, عبدالله بصفر, یاسر الدوسري, ناصر القطامي, صلاح البدير, سعود الشريم, عبدالله عواد الجهني, محمد جبریل په تلاوت.

This page is translated with machine assistance and may contain mistakes. The English and Arabic versions are our reference. About our sources