لَآ أُقْسِمُ بِهَٰذَا ٱلْبَلَدِ ﴿١﴾
زه قسم خورم په دې ښار باندې
د قرآن 90مه سورت
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
لَآ أُقْسِمُ بِهَٰذَا ٱلْبَلَدِ ﴿١﴾
زه قسم خورم په دې ښار باندې
وَأَنتَ حِلٌّۢ بِهَٰذَا ٱلْبَلَدِ ﴿٢﴾
په داسې حال كې چې ته په دې ښار كې اوسېدونكى يې
وَوَالِدٍۢ وَمَا وَلَدَ ﴿٣﴾
او په زېږوونكي باندې او په هغه باندې چې ده زېږولي دي
لَقَدْ خَلَقْنَا ٱلْإِنسَٰنَ فِى كَبَدٍ ﴿٤﴾
یقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى
أَيَحْسَبُ أَن لَّن يَقْدِرَ عَلَيْهِ أَحَدٌۭ ﴿٥﴾
ایا دغه (كافر انسان) خیال كوي چې بېشكه شان دا دى چې په ده باندې به هیڅوك قادر نشي
يَقُولُ أَهْلَكْتُ مَالًۭا لُّبَدًا ﴿٦﴾
دى وايي: ما ډېر زیات مال خرڅ كړى (لګولى) دى
أَيَحْسَبُ أَن لَّمْ يَرَهُۥٓ أَحَدٌ ﴿٧﴾
ایا دى خیال كوي چې بېشكه دى هیچا نه دى لیدلى
أَلَمْ نَجْعَل لَّهُۥ عَيْنَيْنِ ﴿٨﴾
ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي
وَلِسَانًۭا وَشَفَتَيْنِ ﴿٩﴾
او یوه ژبه او دوه شونډي
وَهَدَيْنَٰهُ ٱلنَّجْدَيْنِ ﴿١٠﴾
اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي
فَلَا ٱقْتَحَمَ ٱلْعَقَبَةَ ﴿١١﴾
نو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا ٱلْعَقَبَةُ ﴿١٢﴾
او ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟
فَكُّ رَقَبَةٍ ﴿١٣﴾
خلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي
أَوْ إِطْعَٰمٌۭ فِى يَوْمٍۢ ذِى مَسْغَبَةٍۢ ﴿١٤﴾
او طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده
يَتِيمًۭا ذَا مَقْرَبَةٍ ﴿١٥﴾
یتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي
أَوْ مِسْكِينًۭا ذَا مَتْرَبَةٍۢ ﴿١٦﴾
یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي
ثُمَّ كَانَ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَتَوَاصَوْا۟ بِٱلصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا۟ بِٱلْمَرْحَمَةِ ﴿١٧﴾
بیا دغه له هغو كسانو ځنې وي چې ایمان يې راوړى وي او یو بل ته د صبر وصیت كوي او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي
أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلْمَيْمَنَةِ ﴿١٨﴾
دغه كسان دښي اړخ والا دي
وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا هُمْ أَصْحَٰبُ ٱلْمَشْـَٔمَةِ ﴿١٩﴾
او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو باندې كافران شوي دي۔ دوى د چپ (ګس) اړخ والا دي
عَلَيْهِمْ نَارٌۭ مُّؤْصَدَةٌۢ ﴿٢٠﴾
په دوى باندې به سرپوښ كړى شوى اور وي
عربي متن: عثماني رسمالخط. ژباړه: Abdul Wali. غږ: everyayah.com.
سورت Al-Balad (البلد) د قرآن 90مه سورت دی. 20 آیتونه لري او په Juz 30 کې دی. دا د مکي سورت په توګه طبقهبندي شوی، یعنې په اصل کې د پېغمبر ﷺ له مدینې ته هجرت څخه مخکې نازل شوی دی.
د دې نوم، البلد، هغه ډول دی چې سورت په عربي کې پېژندل کېږي.
سورت Al-Balad 20 آیتونه لري.
دا د مکي سورت په توګه طبقهبندي شوی دی.
سورت Al-Balad په Juz 30 کې دی.
دا پاڼه کې پلې کړئ وکېکاږئ چې یې آیت په آیت واورئ، د عبدالرحمن السديس, مشاري العفاسي, محمود خلیل الحصري, عبدالباسط عبدالصمد, ماهر المعيقلي, سعد الغامدي, احمد العجمي, ابوبکر الشاطري, هاني الرفاعي, محمد صدیق المنشاوي, علي الحذيفي, محمد ایوب, عبدالله بصفر, یاسر الدوسري, ناصر القطامي, صلاح البدير, سعود الشريم, عبدالله عواد الجهني, محمد جبریل په تلاوت.
This page is translated with machine assistance and may contain mistakes. The English and Arabic versions are our reference. About our sources