د قرآن 91مه سورت

سورت Ash-Shams

مکي 15 آیتونه Juz 30
Ash-Shams

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلشَّمْسِ وَضُحَىٰهَا ﴿١﴾

قسم دى په لمر باندې او د هغه په رڼا باندې

د المیسر تفسیر (عربي)

وَٱلْقَمَرِ إِذَا تَلَىٰهَا ﴿٢﴾

اوسپوږمۍ باندې كله چې په ده پسې وروسته راځي

د المیسر تفسیر (عربي)

وَٱلنَّهَارِ إِذَا جَلَّىٰهَا ﴿٣﴾

او په ورځ باندې كله چې دغه (لمر) ښكاره كاندي

د المیسر تفسیر (عربي)

وَٱلَّيْلِ إِذَا يَغْشَىٰهَا ﴿٤﴾

او په شپه باندې كله چې دغه (لمر) پټ كاندي (په خپلو تیارو كې)

د المیسر تفسیر (عربي)

وَٱلسَّمَآءِ وَمَا بَنَىٰهَا ﴿٥﴾

او په اسمان باندې او په هغه ذات چې دغه يې جوړ كړى دى

د المیسر تفسیر (عربي)

وَٱلْأَرْضِ وَمَا طَحَىٰهَا ﴿٦﴾

او په ځمكه باندې او په هغه ذات چې دغه (ځمكه) يې غوړولې ده

د المیسر تفسیر (عربي)

وَنَفْسٍۢ وَمَا سَوَّىٰهَا ﴿٧﴾

او په نفس باندې او په هغه ذات چې دغه يې ښه برابر كړى دى

د المیسر تفسیر (عربي)

فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَىٰهَا ﴿٨﴾

نو ده ته يې د ده بدي او د ده تقوٰی (نېكي) الهام كړې (او ورښودلې) ده

د المیسر تفسیر (عربي)

قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّىٰهَا ﴿٩﴾

چې یقینًا كامیاب شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې پاك كړ

د المیسر تفسیر (عربي)

وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّىٰهَا ﴿١٠﴾

او یقینًا نامراده شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې په خاورو كې پټ كړ

د المیسر تفسیر (عربي)

كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَىٰهَآ ﴿١١﴾

ثمودیانو د خپلې سركشۍ په سبب (د رسولانو) تكذیب كړى و

د المیسر تفسیر (عربي)

إِذِ ٱنۢبَعَثَ أَشْقَىٰهَا ﴿١٢﴾

كله چې د دوى لوى بدبخت راپورته شو

د المیسر تفسیر (عربي)

فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ ٱللَّهِ نَاقَةَ ٱللَّهِ وَسُقْيَٰهَا ﴿١٣﴾

نو دوى ته د الله رسول وویل: تاسو د الله اوښه او د هغې اوبه څښل پرېږدئ

د المیسر تفسیر (عربي)

فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُم بِذَنۢبِهِمْ فَسَوَّىٰهَا ﴿١٤﴾

نو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) نو دوى د هغې پړكي (لينګي) پرې كړل (او مړه يې كړه) نو په دوى باندې د دوى رب د خپلو ګناهونو په سبب راګېروونكى عذاب راولېږه، نو دغه (ټول) يې (په هلاكت كې) برابر كړل

د المیسر تفسیر (عربي)

وَلَا يَخَافُ عُقْبَٰهَا ﴿١٥﴾

او دى (الله) د دغه (هلاكت او عذاب) له انجام نه نه وېرېږي

د المیسر تفسیر (عربي)

Ash-Shams آیت 1 له 15 څخه

عربي متن: عثماني رسم‌الخط. ژباړه: Abdul Wali. غږ: everyayah.com.

د سورت Ash-Shams په اړه

سورت Ash-Shams (الشمس) د قرآن 91مه سورت دی. 15 آیتونه لري او په Juz 30 کې دی. دا د مکي سورت په توګه طبقه‌بندي شوی، یعنې په اصل کې د پېغمبر ﷺ له مدینې ته هجرت څخه مخکې نازل شوی دی.

د دې نوم، الشمس، هغه ډول دی چې سورت په عربي کې پېژندل کېږي.

د سورت Ash-Shams په اړه پوښتنې

په سورت Ash-Shams کې څو آیتونه دي؟

سورت Ash-Shams 15 آیتونه لري.

ایا سورت Ash-Shams مکي دی که مدني؟

دا د مکي سورت په توګه طبقه‌بندي شوی دی.

سورت Ash-Shams په کوم Juz کې دی؟

سورت Ash-Shams په Juz 30 کې دی.

سورت Ash-Shams چېرته واورم؟

دا پاڼه کې پلې کړئ وکېکاږئ چې یې آیت په آیت واورئ، د عبدالرحمن السديس, مشاري العفاسي, محمود خلیل الحصري, عبدالباسط عبدالصمد, ماهر المعيقلي, سعد الغامدي, احمد العجمي, ابوبکر الشاطري, هاني الرفاعي, محمد صدیق المنشاوي, علي الحذيفي, محمد ایوب, عبدالله بصفر, یاسر الدوسري, ناصر القطامي, صلاح البدير, سعود الشريم, عبدالله عواد الجهني, محمد جبریل په تلاوت.

This page is translated with machine assistance and may contain mistakes. The English and Arabic versions are our reference. About our sources