وَٱلَّيْلِ إِذَا يَغْشَىٰ ﴿١﴾
قسم دى په شپه كله چې دا (هر شى) پټ كړي
د قرآن 92مه سورت
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَٱلَّيْلِ إِذَا يَغْشَىٰ ﴿١﴾
قسم دى په شپه كله چې دا (هر شى) پټ كړي
وَٱلنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّىٰ ﴿٢﴾
او په ورځ باندې كله چې روښانه شي
وَمَا خَلَقَ ٱلذَّكَرَ وَٱلْأُنثَىٰٓ ﴿٣﴾
او په هغه ذات باندې چې نر او ښځه يې پیدا كړي دي
إِنَّ سَعْيَكُمْ لَشَتَّىٰ ﴿٤﴾
چې بېشكه ستاسو سعي (او عمل) خامخا بېل بېل دي
فَأَمَّا مَنْ أَعْطَىٰ وَٱتَّقَىٰ ﴿٥﴾
نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي
وَصَدَّقَ بِٱلْحُسْنَىٰ ﴿٦﴾
او د ډېرې ښكلې كلمې تصدیق كوي
فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلْيُسْرَىٰ ﴿٧﴾
نو مونږ به ضرور ده ته د اسانې لارې اسانتیا وركړو
وَأَمَّا مَنۢ بَخِلَ وَٱسْتَغْنَىٰ ﴿٨﴾
او هر چې هغه څوك دى چې بخیلي كوي او بې پروايي كوي
وَكَذَّبَ بِٱلْحُسْنَىٰ ﴿٩﴾
او د ډېرې ښكلې كلمې تكذیب كوي (دروغ يې ګڼي)
فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلْعُسْرَىٰ ﴿١٠﴾
نو مونږ به ضرور ده ته د سختې لارې اسانتیا وركړو
وَمَا يُغْنِى عَنْهُ مَالُهُۥٓ إِذَا تَرَدَّىٰٓ ﴿١١﴾
او كله چې دى په كنده كې غورځېږي (هلاكېږي، نو) د ده مال به د ده هېڅ په كار رانشي
إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَىٰ ﴿١٢﴾
بېشكه خاص زمونږ په ذمه خامخا لاره ښوول دي
وَإِنَّ لَنَا لَلْءَاخِرَةَ وَٱلْأُولَىٰ ﴿١٣﴾
او بېشكه خاص زمونږ لپاره اخرت او دنیا ده (د دواړو اختيار دى)
فَأَنذَرْتُكُمْ نَارًۭا تَلَظَّىٰ ﴿١٤﴾
نوما تاسو له داسې اوره ووېرولئ چې لمبې وهي
لَا يَصْلَىٰهَآ إِلَّا ٱلْأَشْقَى ﴿١٥﴾
ده ته به نه ننوځي مګر ترټولو بدبخته
ٱلَّذِى كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ ﴿١٦﴾
هغه چې تكذیب يې كړى او مخ يې (له حقه) ګرځولى دى
وَسَيُجَنَّبُهَا ٱلْأَتْقَى ﴿١٧﴾
او له ده نه به خامخا لرې ساتلى شي ښه وېرېدونكى
ٱلَّذِى يُؤْتِى مَالَهُۥ يَتَزَكَّىٰ ﴿١٨﴾
هغه چې خپل مال د دې لپاره وركوي چې پاك شي
وَمَا لِأَحَدٍ عِندَهُۥ مِن نِّعْمَةٍۢ تُجْزَىٰٓ ﴿١٩﴾
او له ده سره (د ده په غاړه) د هیچا لپاره څه نعمت (او احسان) نشته چې بدله يې وركولى شي
إِلَّا ٱبْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِ ٱلْأَعْلَىٰ ﴿٢٠﴾
مګر د خپل رب د مخ لټونې لپاره چې تر ټولو اوچت دى
وَلَسَوْفَ يَرْضَىٰ ﴿٢١﴾
او خامخا ژر به دى راضي شي`
عربي متن: عثماني رسمالخط. ژباړه: Abdul Wali. غږ: everyayah.com.
سورت Al-Layl (الليل) د قرآن 92مه سورت دی. 21 آیتونه لري او په Juz 30 کې دی. دا د مکي سورت په توګه طبقهبندي شوی، یعنې په اصل کې د پېغمبر ﷺ له مدینې ته هجرت څخه مخکې نازل شوی دی.
د دې نوم، الليل، هغه ډول دی چې سورت په عربي کې پېژندل کېږي.
سورت Al-Layl 21 آیتونه لري.
دا د مکي سورت په توګه طبقهبندي شوی دی.
سورت Al-Layl په Juz 30 کې دی.
دا پاڼه کې پلې کړئ وکېکاږئ چې یې آیت په آیت واورئ، د عبدالرحمن السديس, مشاري العفاسي, محمود خلیل الحصري, عبدالباسط عبدالصمد, ماهر المعيقلي, سعد الغامدي, احمد العجمي, ابوبکر الشاطري, هاني الرفاعي, محمد صدیق المنشاوي, علي الحذيفي, محمد ایوب, عبدالله بصفر, یاسر الدوسري, ناصر القطامي, صلاح البدير, سعود الشريم, عبدالله عواد الجهني, محمد جبریل په تلاوت.
This page is translated with machine assistance and may contain mistakes. The English and Arabic versions are our reference. About our sources