ٱلْقَارِعَةُ ﴿١﴾
(د زړونو) ټكوونكى (قیامت)
د قرآن 101مه سورت
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
ٱلْقَارِعَةُ ﴿١﴾
(د زړونو) ټكوونكى (قیامت)
مَا ٱلْقَارِعَةُ ﴿٢﴾
(د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا ٱلْقَارِعَةُ ﴿٣﴾
او ته څه شي پوه كړې چې (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟
يَوْمَ يَكُونُ ٱلنَّاسُ كَٱلْفَرَاشِ ٱلْمَبْثُوثِ ﴿٤﴾
(دى به زړونه ټكوي) په هغې ورځ كې چې خلق به د خواره كړى شویو پتنګانو په شان شي
وَتَكُونُ ٱلْجِبَالُ كَٱلْعِهْنِ ٱلْمَنفُوشِ ﴿٥﴾
او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي
فَأَمَّا مَن ثَقُلَتْ مَوَٰزِينُهُۥ ﴿٦﴾
نو هر چې هغه څوك دى چې د هغه تلې درنې شوې
فَهُوَ فِى عِيشَةٍۢ رَّاضِيَةٍۢ ﴿٧﴾
نو دى به په ډېر ښه ژوندون كې وي
وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَٰزِينُهُۥ ﴿٨﴾
او پاتې شو هغه كس چې د هغه تلې سپكې شوې
فَأُمُّهُۥ هَاوِيَةٌۭ ﴿٩﴾
نو د ده استوګنځى هاویه ده
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا هِيَهْ ﴿١٠﴾
او ته څه شي پوه كړې چې دغه (هاویه) څه شى دى؟
نَارٌ حَامِيَةٌۢ ﴿١١﴾
(دغه) ډېر ګرم اور دى
عربي متن: عثماني رسمالخط. ژباړه: Abdul Wali. غږ: everyayah.com.
سورت Al-Qari'ah (القارعة) د قرآن 101مه سورت دی. 11 آیتونه لري او په Juz 30 کې دی. دا د مکي سورت په توګه طبقهبندي شوی، یعنې په اصل کې د پېغمبر ﷺ له مدینې ته هجرت څخه مخکې نازل شوی دی.
د دې نوم، القارعة، هغه ډول دی چې سورت په عربي کې پېژندل کېږي.
سورت Al-Qari'ah 11 آیتونه لري.
دا د مکي سورت په توګه طبقهبندي شوی دی.
سورت Al-Qari'ah په Juz 30 کې دی.
دا پاڼه کې پلې کړئ وکېکاږئ چې یې آیت په آیت واورئ، د عبدالرحمن السديس, مشاري العفاسي, محمود خلیل الحصري, عبدالباسط عبدالصمد, ماهر المعيقلي, سعد الغامدي, احمد العجمي, ابوبکر الشاطري, هاني الرفاعي, محمد صدیق المنشاوي, علي الحذيفي, محمد ایوب, عبدالله بصفر, یاسر الدوسري, ناصر القطامي, صلاح البدير, سعود الشريم, عبدالله عواد الجهني, محمد جبریل په تلاوت.
This page is translated with machine assistance and may contain mistakes. The English and Arabic versions are our reference. About our sources