وَٱلْعَٰدِيَٰتِ ضَبْحًۭا ﴿١﴾
قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي
د قرآن 100مه سورت
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَٱلْعَٰدِيَٰتِ ضَبْحًۭا ﴿١﴾
قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي
فَٱلْمُورِيَٰتِ قَدْحًۭا ﴿٢﴾
پس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي
فَٱلْمُغِيرَٰتِ صُبْحًۭا ﴿٣﴾
پس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي
فَأَثَرْنَ بِهِۦ نَقْعًۭا ﴿٤﴾
نو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي
فَوَسَطْنَ بِهِۦ جَمْعًا ﴿٥﴾
پس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي
إِنَّ ٱلْإِنسَٰنَ لِرَبِّهِۦ لَكَنُودٌۭ ﴿٦﴾
چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى
وَإِنَّهُۥ عَلَىٰ ذَٰلِكَ لَشَهِيدٌۭ ﴿٧﴾
او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى
وَإِنَّهُۥ لِحُبِّ ٱلْخَيْرِ لَشَدِيدٌ ﴿٨﴾
او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى
۞ أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِى ٱلْقُبُورِ ﴿٩﴾
ایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟
وَحُصِّلَ مَا فِى ٱلصُّدُورِ ﴿١٠﴾
او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي
إِنَّ رَبَّهُم بِهِمْ يَوْمَئِذٍۢ لَّخَبِيرٌۢ ﴿١١﴾
بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى۔
عربي متن: عثماني رسمالخط. ژباړه: Abdul Wali. غږ: everyayah.com.
سورت Al-'Adiyat (العاديات) د قرآن 100مه سورت دی. 11 آیتونه لري او په Juz 30 کې دی. دا د مکي سورت په توګه طبقهبندي شوی، یعنې په اصل کې د پېغمبر ﷺ له مدینې ته هجرت څخه مخکې نازل شوی دی.
د دې نوم، العاديات، هغه ډول دی چې سورت په عربي کې پېژندل کېږي.
سورت Al-'Adiyat 11 آیتونه لري.
دا د مکي سورت په توګه طبقهبندي شوی دی.
سورت Al-'Adiyat په Juz 30 کې دی.
دا پاڼه کې پلې کړئ وکېکاږئ چې یې آیت په آیت واورئ، د عبدالرحمن السديس, مشاري العفاسي, محمود خلیل الحصري, عبدالباسط عبدالصمد, ماهر المعيقلي, سعد الغامدي, احمد العجمي, ابوبکر الشاطري, هاني الرفاعي, محمد صدیق المنشاوي, علي الحذيفي, محمد ایوب, عبدالله بصفر, یاسر الدوسري, ناصر القطامي, صلاح البدير, سعود الشريم, عبدالله عواد الجهني, محمد جبریل په تلاوت.
This page is translated with machine assistance and may contain mistakes. The English and Arabic versions are our reference. About our sources