د الله د یادولو فضیلت
قَالَ صلى الله عليه وسلم مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ فِي يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّةٍ حُطَّتْ خَطَايَاهُ وَلَوْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْر)).
(هر څوک چې په ورځ کې سل ځله ووايي: (الله پاک دی او زه د هغه ستاینه کوم.) ګناهونه یې پاک کېږي، که څه هم د سمندر د کف په څېر وي.)
وَقَالَ صلى الله عليه وسلم: ((مَنْ قَالَ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ عَشْرَ مِرَارٍ، كَانَ كَمَنْ أَعْتَقَ أَرْبَعَةَ أَنْفُسٍ مِنْ وَلَدِ إِسْمَاعِيلَ)).
(ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي چې د الله رسول ﷺ وفرمایل: «هر څوک چې په ورځ کې سل ځله ووايي: (له الله پرته، چې یواځې دی او شریک نه لري، بل هیڅوک د عبادت وړ نشته. پاچاهي او ستاینه یې ده او هغه پر هر شي توانا دی.) د لسو غلامانو د آزادولو ثواب ورته لیکل کېږي، سل نېکۍ ورته لیکل کېږي او سل بدۍ ورڅخه پاکېږي، او په هغې ورځ تر ماښام د شیطان له لاسه ساتل کېږي، او هیڅوک به له هغه ښه شی ونه راوړي مګر هغه څوک چې له هغه زیات عمل وکړي.»)
وَقَالَ صلى الله عليه وسلم: ((كَلِمَتَانِ خَفِيفَتَانِ عَلَى اللِّسَانِ، ثَقِيلَتَانِ فِي الْمِيزَانِ، حَبِيبَتَانِ إِلَى الرَّحْمَنِ: سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ، سُبْحانَ اللَّهِ الْعَظِيمِ)).
(ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي چې د الله رسول ﷺ وفرمایل: «(دوه کلمې دي) چې په ژبه سپکې دي، په ترازو درنې دي او رحمن ته ګرانې دي: (الله پاک دی او زه د هغه ستاینه کوم. الله پاک دی، لوی دی.)»)
وَقَالَ صلى الله عليه وسلم: ((لَأَنْ أَقُولَ سُبْحَانَ اللَّهِ، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ، وَلاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ، أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمسُ)).
(ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي چې د الله رسول ﷺ وفرمایل: «دا ویل: (الله پاک دی، او ټوله ستاینه د الله ده. له الله پرته بل هیڅوک د عبادت وړ نشته، او الله ډېر لوی دی.) ما ته له هر هغه څه نه ګران دي چې لمر پرې راختلی دی.»)
وَقَالَ صلى الله عليه وسلم: ((أَيَعْجِزُ أَحَدُكُم أَنْ يَكْسِبَ كُلَّ يَوْمٍ أَلْفَ حَسَنَةٍ)) فَسَأَلَهُ سَائِلٌ مِنْ جُلَسَائِهِ كَيْفَ يَكْسِبُ أَحَدُنَا أَلْفَ حَسَنَةٍ؟ قَالَ: ((يُسَبِّحُ مِائَةَ تَسْبِيحَةٍ، فَيُكتَبُ لَهُ أَلْفُ حَسَنَةٍ أَوْ يُحَطُّ عَنْهُ أَلْفُ خَطِيئَةٍ)).
(سعد رضي الله عنه وویل: «موږ د الله رسول ﷺ سره ناست وو، هغه وفرمایل: ایا له تاسو نه څوک په هره ورځ د زرو نېکیو ګټلو توان نه لري؟» یو چا ترې وپوښتل: څوک د زرو نېکیو ترلاسه کولای شي؟ هغه وفرمایل: «باید سل ځله ووايي: (الله پاک دی.) ځکه د زرو نېکیو لیکل کېږي یا د زرو بدیو ورڅخه پاکېږي.»)
((مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيمِ وَبِحَمْدِهِ غُرِسَتْ لَهُ نَخْلَةٌ فِي الْجَنَّةِ)).
(جابر رضي الله عنه روایت کوي چې پیغمبر ﷺ وفرمایل: «هر څوک چې ووايي: (الله پاک دی، لوی دی، او زه د هغه ستاینه کوم.) د هغه لپاره په جنت کې یو خجورې ونه کرل کېږي.»)
وَقَالَ صلى الله عليه وسلم: ((يَا عَبْدَ اللَّهِ بْنَ قَيْسٍ أَلاَ أَدُلُّكَ عَلَى كَنْزٍ مِنْ كُنُوزِ الْجَنَّةِ))؟ فَقُلْتُ: بَلَى يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: ((قُلْ لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ)).
(عبدالله بن قیس رضي الله عنه روایت کوي چې پیغمبر ﷺ ورته وفرمایل: «اې عبدالله بن قیس! ایا تا ته د جنت له خزانو څخه یوه خزانه ونه ښیم؟» بیا یې وفرمایل: «ووایه: (له الله پرته نه کوم زور شته او نه کوم ځواک.)»)
وَقَالَ صلى الله عليه وسلم: ((أَحَبُّ الْكَلاَمِ إِلَى اللَّهِ أَرْبَعٌ: سُبْحَانَ اللَّهِ، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ، وَلاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ، لاَ يَضُرُّكَ بِأَيِّهِنَّ بَدَأتَ)).
(الله ته ترټولو ګرانې کلمې څلور دي: (الله پاک دی، ټوله ستاینه د الله ده. له الله پرته بل هیڅوک د عبادت وړ نشته او الله ډېر لوی دی.)) (مهمه نه ده چې له کومې یوې پیل کړې.)
جَاءَ أَعْرَابِيٌّ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ: عَلِّمْنِي كَلاماً أَقُولُهُ: قَالَ: ((قُلْ: لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، اللَّهُ أَكْبَرُ كَبِيراً، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ كَثِيراً، سُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ العَالَمِينَ، لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ)) قَالَ: فَهَؤُلاَءِ لِرَبِّي، فَمَا لِي؟ قَالَ: ((قُلْ: اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي، وَارْحَمْنِي، وَاهْدِنِي، وَارْزُقْنِي)).
(سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه روایت کوي چې یو سړی د الله رسول ﷺ ته راغی او ورته یې وویل: «ما ته یو څه وښایه چې ووایم؟» هغه وفرمایل: «ووایه: (له الله پرته، چې یواځې دی او شریک نه لري، بل هیڅوک د عبادت وړ نشته. الله ډېر لوی دی او ډېره ستاینه د الله ده. الله پاک دی، د نړیوالو رب. له الله پرته، چې غالب او حکیم دی، نه کوم زور شته او نه کوم ځواک.)» سړي وویل: «دا ټول زما د رب لپاره دي، زما لپاره څه دي؟» هغه وفرمایل: «ووایه: (اې الله! ما وبښه، پر ما رحم وکړه، ما ته هدایت راکړه او ما ته روزي راکړه.)»)
كَانَ الرَّجُلُ إِذَا أَسْلَمَ عَلَّمَهُ النَّبيُّ صلى الله عليه وسلم الصَّلاَةَ ثُمَّ أَمَرَهُ أَنْ يَدْعُوَ بِهَؤُلاَءِ الْكَلِمَاتِ: ((اللَّهُمَّ اغْفِرِ لِي، وَارْحَمْنِي، وَاهْدِنِي، وَعَافِنِي وَارْزُقْنِي)).
(طارق اشجعي رضي الله عنه وویل: «کله چې به یو څوک مسلمان شو، پیغمبر ﷺ به ورته د لمانځه کولو طریقه ښوده او بیا به یې ورته امر کاوه چې دغو کلمو سره دعا وکړي: (اې الله! ما وبښه، پر ما رحم وکړه، ما ته هدایت راکړه، ما ته روغتیا راکړه او ما ته روزي راکړه.)»)
((إِنَّ أَفْضَلَ الدُّعَاءِ الْحَمْدُ لِلَّهِ، وَأَفْضَلَ الذِّكْرِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ)).
(جابر بن عبدالله رضي الله عنه روایت کوي چې د الله رسول ﷺ وفرمایل: «بېشکه تر ټولو غوره دعا دا ده: (ټوله ستاینه د الله ده.) او بېشکه تر ټولو غوره ذکر دا دی: (له الله پرته بل هیڅوک د عبادت وړ نشته.)»)
الباقيات الصالحات : سبحان الله والحمد لله ، ولا إله إلا الله ،والله أكبر ،و لا حول ولا قوة إلا بالله
پاتې کېدونکي نېک عملونه دا دي: «سبحان الله»، «الحمد لله»، «لا اله الا الله»، «الله اکبر» او «لا حول ولا قوة الا بالله».