وَيْلٌۭ لِّكُلِّ هُمَزَةٍۢ لُّمَزَةٍ ﴿١﴾
هلاكت دى د هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیبت لګوونكي لپاره
د قرآن 104مه سورت
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَيْلٌۭ لِّكُلِّ هُمَزَةٍۢ لُّمَزَةٍ ﴿١﴾
هلاكت دى د هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیبت لګوونكي لپاره
ٱلَّذِى جَمَعَ مَالًۭا وَعَدَّدَهُۥ ﴿٢﴾
هغه چې مال يې جمع كړى دى او دغه يې بیا بیا شمېرلى (او ذخیره كړى) دى
يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُۥٓ أَخْلَدَهُۥ ﴿٣﴾
دى خیال كوي چې بېشكه د ده مال به دى تل ژوندى وساتي؟
كَلَّا ۖ لَيُنۢبَذَنَّ فِى ٱلْحُطَمَةِ ﴿٤﴾
داسې هیڅكله نشي كېدى، دى به خامخا ضرور په حطمه (ماتوونكي او سوځوونكي دوزخ) كې وغورځول شي
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا ٱلْحُطَمَةُ ﴿٥﴾
او ته څه شي پوه كړې چې حطمه څه شى دى؟
نَارُ ٱللَّهِ ٱلْمُوقَدَةُ ﴿٦﴾
د الله هغه بل كړى شوى اور دى
ٱلَّتِى تَطَّلِعُ عَلَى ٱلْأَفْـِٔدَةِ ﴿٧﴾
هغه چې په زړونو راخېژي (او غالب كېږي)
إِنَّهَا عَلَيْهِم مُّؤْصَدَةٌۭ ﴿٨﴾
بېشكه دغه (اور) به په دوى باندې (له هره جانبه) رابند كړى شوى وي
فِى عَمَدٍۢ مُّمَدَّدَةٍۭ ﴿٩﴾
په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې
عربي متن: عثماني رسمالخط. ژباړه: Abdul Wali. غږ: everyayah.com.
سورت Al-Humazah (الهمزة) د قرآن 104مه سورت دی. 9 آیتونه لري او په Juz 30 کې دی. دا د مکي سورت په توګه طبقهبندي شوی، یعنې په اصل کې د پېغمبر ﷺ له مدینې ته هجرت څخه مخکې نازل شوی دی.
د دې نوم، الهمزة، هغه ډول دی چې سورت په عربي کې پېژندل کېږي.
سورت Al-Humazah 9 آیتونه لري.
دا د مکي سورت په توګه طبقهبندي شوی دی.
سورت Al-Humazah په Juz 30 کې دی.
دا پاڼه کې پلې کړئ وکېکاږئ چې یې آیت په آیت واورئ، د عبدالرحمن السديس, مشاري العفاسي, محمود خلیل الحصري, عبدالباسط عبدالصمد, ماهر المعيقلي, سعد الغامدي, احمد العجمي, ابوبکر الشاطري, هاني الرفاعي, محمد صدیق المنشاوي, علي الحذيفي, محمد ایوب, عبدالله بصفر, یاسر الدوسري, ناصر القطامي, صلاح البدير, سعود الشريم, عبدالله عواد الجهني, محمد جبریل په تلاوت.
This page is translated with machine assistance and may contain mistakes. The English and Arabic versions are our reference. About our sources